پنجاب غواړي وخت سپما کړي !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                         په دې روستیو کې د پاکستان دولتمشر اصف علي زرداري د امریکا یوې وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته په استولې لیکنه کې ویلي « موږ به د ترهګرۍ  پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتو، خو کم نصیبي دا ده چې دې برخه کې زموږ وسایل زموږ له مسوولیتونو سره سمون نه لري. پاکستان پسې د خبرو پر ځای ، له پاکستان سره خبرې وکړۍ . تاند »

کله چې ترهګرۍ څخه د ملاتړ په بوختسه کې پنجاب ، د افغانستان او نړیوالو په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتوترنیوکو لاندې راځي د پنجاب لوړپوړې چارواکې د غوړې ژبې په کارولو سره هڅه کوي نړیوال پام له اصلې موضوع څخه بلخوا وګرځوي او د ترهګرو په مټ پر افغانستان او ناټو باندې د نویو ګوزارونو لپاره وخت سپما کړي .

کابل کې د روان کال د سیپټمبر په ۱۳ مه  د امریکا پرسفارت ، ایساف او د سیا ( CIA ) پر مرکز اریانا هوټل باندې بلوا او مخامخ پوځي یرغل چې د ای ایس ای ( ISI ) په لاس ترسره شو ، امریکایانو او نړیوالو ته یوځل بیا د نیویارک ښار پر نړیوال سوداګریځ مرکز باندې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱ مې نېټې ناتار راتازه کړ . دا په حقیقت کې د سیپټمبر د ۱۱ مې سره له څو اړخونو ورته پېښه ګڼلای شو .

په دواړو پېښو کې ترهګر او القاعده لاس لري ، خو د کابل په پېښه کې ترهګر بیا د ای ایس ای او د پنجابي دولت د پوځي کړیو په بڼه راڅرګندیږي !

د سیپټمبر په ۱۱ مه نه یوازې په نیویارک کې سوداګریځ مرکز بلکې پنتاګون هم په نښه شوی وو ، دلته هم ګورو چې د کابل په پېښه کې ایساف ، د سیا اداره او د امریکا سفارت په نښه کیږي .

کله چې د سیپتمبر د ۱۱ مې پېښه وشوه ، امریکا هغه مهال طالبانو ته ګواښ وکړ چې په پېښې تورن نړیوال ترهګر بن لادین امریکا ته وسپاري خوطالبانو غبرګون کې د هیواد په کچه طالب استازي مرکز ته راوبلل او د غونډې د پریکړې په ترڅ کې يي د امریکا غوښتنه رد کړه .

دلته هم ګورو چې د روان کال د سیپټمبر په ۳۰ مه « د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ د دغه هیواد د ګوندونو د مشرانو په غونډه کې د آی ایس آی او د حقاني د تروریستي شبکې ترمنځ د اړیکو به باب د امریکا تورونه رد شول . اسلام اباد کې د لومړي وزیرګیلاني له لوري د ټول پاکستان د ګوندونو د سلا مشورې په دې غونډه کې د دېرشو ګوندونو پر مشرانو سربېره د پاکستان د پوځ لوی درستیز اشفاق کیاني او د آی ایس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا ګډون کړی وو.  تاند »

خو هغه ځل د سیپټمبر د ۱۱ مې روسته امریکا ځنډ ونکړ او د طالبانو پر واکمنۍ يي چې امریکا ته يي د بن لادین په سپارلو کې نکړه کړې وه ، پوځي یرغل پيل کړ .

اوس هم خبره په همغه موړګه او کنډه ولاړه ده . د پاکستاني لوړپوړو چارواکو له منډو ترړو او غونډو څرګندیږي چې پنجاب د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي .

پنجابي لوړپوړو چارواکو چې پاکستان کې يي د بن لادین له شتون څخه هم انکار کاوه خو بن لادین د پنجاب په یوه پوځي مرکز ایبټ اباد کې پيدا او هملته له منځه یووړل شو . پنجاب کې د بن لادین میندل او وژل د پنجاب د رسوايۍ تشت له بامه راختا کړ او پنجاب يي په نړیواله کچه رسوا او بدنام کړ . خو د ایبټ اباد او بن لادین له رسوايۍ څخه چې څو میاشتې نه تېرېږي ، پنجاب بیا هم د ترهګرو د روزنې او پاللو څخه لاس وانه خیست او اوس په لا سپين سترګۍ او بې شرمۍ سره د ترهګرو د ملاتړ په سنګر کې ټينګ ولاړ دی !

د افغانستان سرحدی ولایتونو لکه نورستان او کونړ کې  پنجاب  په څو تېرو ورځو کې له ۶۰۰ څخه زیات توغندي ویشتلي چې هغو کې په لسګونو ملکي کسان شهیدان او یو زیات شمیر يي خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي . دا په روان کال کې د افغانستان پر سپيڅلې خاوره د پنجاب څلورم پوځي یرغل ګڼل کیږي .

پنجاب یوازې په تېر سیپټمبر کې پر کابل او په هیواد دننه څو ډله یځ او ځانمرګي یرغلونه کړي چې د امریکا پر سفارت او ایساف يي روستی برید ددې لړۍ دوام ګڼلای شو .

خو القاعده او ترهګرو ته د خوندي ځایونو د برابرولو او ددې ټولو ښکاره بریدونو او یرغلونو سره سره بیا هم پنجاب د افغانستان او نړۍ پر وړاندې انکار کوي او افغانستان او نړۍ ته وايي چې په دې اړه دې پنجاب ته لاسوندونه ښکاره کړي او دوی سره دې خبرې وکړي .

پنجاب د افغانستان او نړۍ پر وړاندې خپله له جګړې او زور څخه کار اخلي ، خو افغانستان او نړۍ ته وايي چې دوی سره دې زور او جګړه نه کوي او خبرې دې ورسره وکړي !

دوی د افغانستان ولایتونه په بمونو او راکټونو ولي ، په کوردننه په پوځي بریدونو او چاودنو کې  افغانان وژني ، افغانستان ورانوي او سااخیستلو ته يي نه پریږدي ، خو افغانانو ته وايي چې ددې وژلو او ورانۍ لاسوندونه وښۍ ، پنجاب پسې خبرې مه کوۍ ، بل چاته حل مه وايۍ او چوپ اوسۍ !

خو اوس يي همدغه شان لوبه نړۍ او امریکا سره هم پيل کړه !

امریکا ته هم وايي چې پر سفارتونو او بنسټونو به دې بمونه او توغندي ولم خو شکایت به نه کوي ، خبرې به راسره په نرمه کوي او د پنجاب په لاس د خپلو ورانیو او وژنو لاسوندونه به هم چې ادعا يي کوې ، په وخت راته وړاندې کوي !

که داسې نه وي تاسو هم ( امریکایان ) د افغانستان تر اغیز لاندې راغلي یاست !

پنجاب  چې پخپله جګړه کوي ، خو افغانستان او امریکا ته وايي چې خبرې راپسې مه کوۍ ، نرم به غږیږۍ او لاسوندونه به هم وړاندې کوۍ د ډېرو په اند غواړي وخت سپما کړي . پنجاب افغانستان او لویدیځ سره د جګړې او نندریو د مخبیولو لپاره د چین ، روسیي ، عربي ملکونو او نورو څخه مرستې ، مالي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري او دا ټول بیا وخت ته اړتیا لري . بلخوا پنجاب په دې هم پوهیږي چې امریکا نن په هغه ځواک او دریځ کې نه ده چې لس کاله مخکې يي طالبانو ته سزا ورکړه او نن به داسې سزا پنجاب ته هم ورکړي شي .

پنجاب غواړي خپلو اړیکو کې  د لویدیځ او امریکا ځای په چټکۍ سره چین او نورو ته ورکړي او له دې کبله باید دوه مخي ، ټګي او په سیاست کې مانور وکړي ترڅو دې موخې ته ورسیږی  .

تېره اوونۍ د چین د لومړي وزیر مرستیال پنجاب ته سفر وکړ «  منابع خبری پاکستان امروز در رابطه با سفر این مقام چینی به اسلام آباد نوشتند که پس از افزایش فشارهای آمریکا بر پاکستان برای مقابله با شبکه حقانی و تلاش پاکستان برای مقابله با این فشارها، "مینگ جیان ژو"  معاون نخست وزیر چین امروز دوشنبه وارد اسلام‌آباد شد. »

په دې سفر کې دواړو خواو یو بل سره د تودو اړیکو په اړه څرګندونې وکړي او یو بل ته وویل شول چې د یوه هیواد دوښمن د بل هیواد دوښمن هم دی .

د روان کال د مۍ میاشت کې هم د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني چین ته تللی و او د دغه هیواد لومړي وزیر سره یې د پاکستان د اړیکو په لا پراختیا خبرې کړي وې .

«  ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو پر سر له پاکستان سره د امریکا د اړیکو له سړېدو وروسته د چین او پاکستان مشرانو په یوه سمبولیک اقدام کې ژمنه وکړه چې خپلې اړیکې به نورې پراخې کړي.

د چین لومړي وزیر وین یاوبو د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل : مهمه نه ده چې په نړیوالو روابطو کې څه بدلون راځي، خو چین او پاکستان به تل ښه ګاونډیان، ښه دوستان، ښه شریکان او ښه وروڼه وي . د ښاغلي یاوبو د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر وویل ، پاکستان غواړي چې چین په نړیوالو چارو کې مهم او بر رول په غاړه واخلي .

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه :  دې کې شک نه لرم چې د چین هوښیاري او پوهه به پر بشریت ژور او ګټور اغېز ولري .موږ خوشاله یوو چې چین به ۲۱ مه پېړۍ کې د نړۍ د مسیر په ټاکلو کې مخکښ رول ولوبوي . دواړه هیوادونه په خپل منځ کې پوځي همکارۍ هم زیاتې کړي او تر ټولو مهم دا چې دواړو خواوو په ګډه د جنګي الوتکو جوړولو ته ملا تړلې ده. »

بلخوا ایرنا د نیشن ورځپاڼې څخه د یوه رپوټ په حواله لیکي  « رباني كهر وزیرخارجه پاکستان در ديدار با  سرگئي لاورف همتاي روس خود، در حاشيه شصت و ششمين نشست مجمع عمومي سازمان ملل متحد در نيويورك، با وي درباره مسائل امنيتي منطقه و صلح در افغانستان گفت و گو كرد.
دو طرف ضمن ابراز رضايت از روابط كنوني اسلام آباد و مسكو، نسبت به تلاش جدي براي همكاري براي ايجاد رفاه و ثبات در منطقه ابراز علاقه كردند.
مسائل امنيتي منطقه از جمله اوضاع در افغانستان، محور گفت و گوهاي روز پنج شنبه خانم  حنا رباني كهر وزير خارجه پاكستان و همتاي روسي وي را تشكيل داد. »

پنجاب به د امریکا او لویدیځ سره د بدیل د چمتووالي تروخته ټال چال ځي ، پلمې به کوي ، د ټګۍ او مانور سیاست به چلوي او په دې ډول نوې لوبې ته به وخت سپما کوي . پنجاب به دا ځل هم په تمه وي چې د لویدیځ او ختیځ تر منځ نوی لوبه کې افغانان بیا د پخوا پشان د یوې وسیلې پتوګه وکاروي !

خو افغانان باید دا ځل پنجاب ته د وخت د سپما او ځان تیارولو فرصت ورنکړي ، خپلمنځي اختلافونه یوې خواته پریږدي او هغه تشه چې سیمه کې د پنجاب په ړنګېدو سره رامنځته کېدونکې ده او همدارنګه هغه تشه چې د دوکټور نجیب الله د واکمنۍ روسته له ۱۹۹۲ کال راهیسې هیواد کې شتون لري پخپل یووالي او پيوستون سره ډکه کړي او په سیمه کې د خپلې واکمنۍ لپاره هغه رول چې ۲۱ مې پېړۍ د لروبرو افغانانو پر اوږو ایښی ، په وړه توګه ادا کړي !   

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۲ مه


October 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات